ads

یو بل ستر جنایت

د افغانستان او افغانانو دښمنانو یو ځل بیا په يو بل لوی جنایت لاس پورې کړ او زموږ په لسګونه د ښوونځي معصوم ماشومان يې چې د نړۍ د ټولو منل شویو قوانینو په بنسټ، په هر حالت کې باید خوندي وي، په وینو ولړل او لسګونه کورنۍ يې د ماتم په ټغر کېنولې. دغو جنایت کوونکو دا يې ثابته کړه چې خپلو ناوړه هدفونو ته د رسېدو لپاره په هر ډول جنایت لاس پورې کوي او هېڅ ډول نړیوال او دیني اصل، ارزښت او قانون نه مني.

کلید
19 غویی 1400
یو بل ستر جنایت

پرون د افغانستان د خلکو دښمنانو د کابل د دیارلسمې ناحیې اړوند د دشت برچي د سیدالشهدا ښوونځي مخې ته په درې سر په سر چاودونو کې د رخصتۍ پر وخت د ښوونځي وړې نجونې په نښه کړې.

د معلوماتو له مخې، په دې چاودنو کې تر ۵۰ ډېر زده کوونکې او ملکي وګړي وژل شوي او تر سلو زیات ټپیان شوي دي. دا د لوګر له یوې اوونۍ مخکې برید نه وروسته دویم ستر برید دی چې قربانیان يې ټول د ښوونځي زده کوونکي دي.

حکومت دا برید د طالبانو کار بولي، خو طالبانو د دې برید مسوولیت نه دی منلی او هغه يې د داعش ډلې کړنه بللې. په تېرو کلونو کې هر ځل چې داسې ناوړه پېښې رامنځته شوې او د افغانانو په ګډون يې د ټولې نړۍ غبرګون راپارولی، کله کله د طالبانو په شمول هېڅ یوې ډلې هم د هغه مسوولیت نه دی منلی. پوښتنه دا ده چې که طالبانو دا کار نه دی کړی، ثبوت يې څه دی او ولې یوازې په عادي څرګندونو اکتفا کوي، آیا د دومره معصومانو وژل عادي خبره ده او هېچا ته يې درد د حس کولو وړ نه دی؟ آیا دوی کورنۍ او واړه بچیان نه لري او دا پېښې يې خپل بچیان په دغه حالت کې سترګو ته نه دروي؟ دا پوښتنې ځکه مطرح کېږي چې تر دې مخکې په هغه اختر کې چې طالبانو اوربند وکړ او په آزادانه ډول دولتي سیمو ته راغلل، هېڅ ډول کومه پېښه رامنځته نه شوه او دا يې ثابته کړه چې پرته له طالبانو نورې ډلې حاکمې نه دي.

حکومت چې په پوره ډاډ دا برید د طالبانو ګڼي، ژر تر ژره باید د حقیقت د څرګندېدو لپاره اسناد او شواهد له ولس سره شریک کړي. ولس دا حق لري چې پوه شي، وژونکي يې څوک دي او له دې وژنو څه غواړي؟ تر څو به حکومت يوازې دې ته ناست وي چې د پېښو ارقام شریک کړي او د اعلامیو له لارې هغه وغندي. ایا د حکومت همدا دنده ده او که د دې ولس او د هغوی د بچیانو د خوندي کولو دنده هم لري؟ ولس نور د حکومت له دې وړ چلند نه ستړی شوی او دا غوښتنه لري چې د امنیت په ټینګښت او د خلکو د خوندیتوب لپاره لاس په کار شي. پوښتنه دا ده چې د کابل غوندې په یو وړوکي ولایت کې چې د امنيتي ځواکونو مرکزیت دی او ځای ځای امنیتي چک پاينټونه دي او امنيتي کامرې فعالې دي، دښمن څنګه په دې توانېږي چې ګڼ مېشتو سیمو ته ځان ورسوي؟ د لوګر د پېښې په اړه د ملي امنیت مشاور ویلي دي چې دوی له پېښې خبر وو. دا دردوونکې خبره ده. کله چې امنیتي ارګانونه پر يوې پېښې خبر وي، ولې يې مخه نه نیسي؟ آیا وړتياوې دومره کمزورې دي؟ که داسې وي، خلک به څنګه پر خپل خونديتوب باور وکولای شي؟

له رواني پلوه دا ډول بریدونه پر زده کوونکو، د هغوی پر کورنیو او نورو خلکو خورا زیاتې منفي اغېزې کوي او د امنیت په لحاظ په بشپړه توګه خپل باور له لاسه ورکوي.

دا وړ پېښې او بریدونه وروسته له هغه زیات شوي چې امریکا د افغانستان د سولې د خبرو اترو له بریالي کېدو مخکې له دې هېواد نه د خپلو ځواکونو د وتو په تړاو بیړنۍ‎ پرېکړه وکړه. دې عجولانه پرېکړې پوښتنې راولاړې کړې او هغه دا چې آیا دې پرېکړې په لوی لاس د داسې بریدونو او وژنو له زیاتیدو سره خو به مرسته نه وي کړې؟ او له افغانستان څخه د امریکا د متحده ایالاتو مسوولانه وتل له پوښتنې سره نه مخ کوي؟ آیا زموږ درد د نورو لپاره د درک وړ نه دی؟ آیا زموږ د ماشومانو کریغې چا ته اهمیت نه لري؟

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA