ads

د کابل پر برید د ننګرهاري زده کوونکو ماتم

ننګرهار د ښوونځيو زده کوونکو په کابل کې د تېرې ورځې خونړی برید وغنده.

جان اغا صالح
19 غویی 1400
د کابل پر برید د ننګرهاري زده کوونکو ماتم
زده کوونکو د یک شنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې د کابل په دشتې برچي کې د ښوونځي پر زده کوونکو موټر بم برید وغنده او پر ښکیلو خواوو یې غږ وکړ، چې د زده کړو مرکزونه دې خپل هدف نه ګرځوي.
دوی ويل، زده کوونکي په جګړه کې برخه نه لري او له ښکېلو لورو يې وغوښتل چې د زده کوونکو له وژلو دې لاس واخلي .
«موږ په کابل کې چې کوم برید پر زده کوونکو شوی دا غندو او له وسله والو مو غوښتنه دا ده چې دوی دې د زده کړو مرکزونه خپل هدف نه ګرځي او د جګړې پرمهال دې ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي، ځکه دا د زده کړو مرکزونه دي نه د وسله والو؛ نو هیله ده موږ مه وژنئ.»
د کنفرانس ګډونوالو زده کوونکو له حکومت د کابل د تېرې ورځې د برید د څېړنو غوښتنه کوله او هم یې له ښکیلو اړخونو وغوښتل چې نور دې په هېواد کې پیل شوې جګړه ودروي، چې قربانیان یې ملکي وګړي دي.
«له حکومت مو غوښتنه دا ده چې تېره ورځ په کابل کې پر ښوونځي کوم برید شوی د دې څیړنه دې وکړي او هم دې عاملینو ته سخته سزا ورکړي او نوره دې وسله وال هم جګړه ودروي.»
زده کوونکو په ټینګار سره ویل، د وسله والو له لوري یې پر ښوونځيو دا ډول بریدونه به یې له زده ونه ګرځوي او په هر حالت کې به خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
«که هر ډول بریدونه کیږي نو موږ به بیا هم خپل زده کړو ته دوام ورکوو او هیڅکه به له زده کړو مخ ونه ګرځو، هڅه به مو دا دوي چې خپلې زده کړې جاري وساتو او خپل هېواد له همدې لارې اباد کړو.»
پرون مازديګر څلور بجې د کابل ښار د ۱۳مې امنیتي حوزې اړوند په دشتې برچي سيمه کې د سيد الشهدا مکتب مخې ته درنه موټربم او دوې نورې ماین چاودنې وشوې.
د کورنيو چارو وزارت د مالوماتو له مخې په دغو چاودنو کې تر ۵۰ ډېر ملکي وګړي او د ښوونځي زده کوونکي وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.
د جمهور رييس محمد اشرف غني، د مصالحې شورا د رييس عبدالله عبدالله، ملګرو ملتونو، ناټو، اروپايي ټولنې، بریټانیا په ګډون ګڼو نورو کورنيو او بهرنيو چارواکو دا بريد په سختو ټکو غندلی دی.
که څه هم افغان حکومت دا د وسله والو طالبانو کار بولي، خو دې ډلې شوی برید محکوم کړی او خپل لاس درلودل یې پکې رد کړي دي.
د بريد پړه هم کومې ډلې نه ده منلې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA