د دغه ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزني ولایت د مرکز او ولسوالیو په اړوندو سیمو کې پر طالبانو هوایي او ځمکني بریدونه ترسره شوي چې په پایله کې یې ۴۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل شوي دي.
جمعه زاده زیاتوي چې په وژل شوو کې د طالبانو لوړپوړي قومندانان هم شامل دي.
د والي د ویاند په خبره، په ترسره شوو هوایي بریدونو کې د طالبانو څلور موټرونه او ۱۹ عرادې موټرسایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.
دی په دغو نښتو کې د یو تن سرتېري د وژل کېدو او درېیو نورو ټپي کېدو خبر هم ورکوي.
طالبانو تر اوسه ځان ته د اوښتې مرګ ژوبلې او دغو نښتو په تړاو څه نه دي ویلي.


