خو په ورته وخت کې په دغه پیغام کې پر افغان حکومت تور پورې شوی چې سولې ته ژمن نه دی او هڅه کوي چې د مذاکراتو سیاسي جریان سبوتاژ کړي.
طالبانو امریکا په مکرر ډول د دوحې له تړون څخه په سرغړونې تورنه کړې او زیاته کړې یې ده چې که دغه هېواد له شوي تړون څخه سرغړونو ته دوام ورکړي، د راتلونکو اقدامونو مسولیت به د هغوی پر غاړه وي.
په ورته وخت کې په یاد اختریز پیغام کې له افغانانو د یووالي غوښتنه شوې او پر ملګرو ملتونو او ښکېلو هېوادونو غږ شوی چې د افغانستان په مسله کې بې طرفه پاتې. د طالبانو مشر د خپلو بندیانو خوشي کېدو او له تور لېست څخه د طالب مشرانو د نومونو ایستلو غوښتنه کړې.
دا څرګندونې پر داسې مهال مطرح کېږي چې افغان حکومت بیا طالبان ملامتوي چې د سولې لپاره اراده نه لري او د جګړې او زور له لارې واک ته د رسېدو هڅه کوي.


