دې ډلې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې مدني ټولنې د کابل ښار په برچي سیمه کې د سیدالشهدا پر ښوونځي د تېرې ورځې برید او د ملکي وګړو او ماشومانو وژل کېدل په سختو ټکو غندي.
د اعلامیې په وینا، دا چاودنه پر داسې مهال ترسره کېږي چې په دې وروستیو کې د ملکي وګړو، رسنیو او مدني فعالانو د وژلو لړۍ ډېره شوې او په خبره یې، حکومت تر اوسه د دغو بریدونو د مخنیوي لپاره هېڅ نه دي کړي.
د مدني ټولنې دې کاري ډلې له حکومت غوښتنه کړې چې ژر تر ژره د یادو بریدونو عاملین ونیسي او په علني ډول یې محاکمه کړي.
همدارنګه د هغو امنیتي مسولینو د لېرې کېدو غوښتنه شوې چې پخپلو دندو کې یې غفلت کړی وي.
مدني ټولنې پر داسې مهال دا اندېښنه څرګندوي چې تېره ورځ ناوخته د کابل ښار په برچي سیمه کې د سید الشهدا ښوونځي مخې په موټربم برید کې تر ۱۵۰ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.


