ads

د لوګر د اقتصاد رییس عبدالمنان «سعیدي» ووژل شو

د لوګر امنیتي چارواکي وایي، نن سهار لس بجې او ۳۰ دقیقې د لوګر کابل پر لاره د یاد ولایت د اقتصاد پر رییس عبدالمنان «سعیدي» وسله وال برید شوی.

محمدخان بریال
19 غویی 1400
د لوګر د اقتصاد رییس عبدالمنان «سعیدي» ووژل شو

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ګل حیدر «احمدي» د یکشنبې په ورځ کلید ته وویل، پر نوموړي د کابل لوګر پر لار وسله وال برید شوی او وژل شوی دی.
تر اوسه د دغه برید مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.
د هدفي بریدونو ډېروالي هېوادوال سخت اندېښمن کړي او له امنیتي بنسټونو د داسې بریدونو د مخنیوي غوښتنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA