ads

حکومت د اروپایي ټولنې، ناټو او امریکا اعلامیه ستایلې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په تازه خپره شوې اعلامیه کې ویل چې افغان حکومت د اروپایي ټولنې، ناټو او امریکا د هغې اعلامیې هرکلی کوي چې په هېواد کې یې له ښکېلو لورو د جګړې درېدو او بین الافغاني خبرو د بیا پیل غوښتنه کړې.

محمدخان بریال
19 غویی 1400
حکومت د اروپایي ټولنې، ناټو او امریکا اعلامیه ستایلې

د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه همدارنګه وایي، د افغان سولې په تړاو نړیواله او سیمه ییزه اجماع پیاوړې ده او افغان حکومت له ټولو هغو هېوادونو مننه کوي چې په افغانستان کې د سولې او امنیت د راتګ په هدف هڅې کوي.
د یادولو وړ ده چې د یادو هېوادونو له لوري پرون په خپره شوې اعلامیه کې له طالبانو غوښتنه شوې چې پسرلني عملیات ودروي، بریدونه کم کړي او ژر تر ژره اوربند وکړي.
طالبانو هم د برلین په غونډه کې د خپلو مشرانو ګډون تایید کړی او ویلي یې دي چې دا ډله په افغانستان کې د بهرنیو ډیپلوماټانو، ژورنالېستانو او نورو وګړو د حقونو خوندیتوب ته ژمنه ده.
د دې ډلې د قطر دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وایي، په دې ناسته کې له تور لېست څخه د دوی د مشرانو د نومونو پر ایستلو او د دوحې د تړون پر پلي کېدو ټینګار وشو.
دا غونډه پر داسې مهال ترسره کېږي چې له څلورو میاشتو ډېره موده کېږي په دوحه کې د سولې د مرکچي پلاویو تر منځ ناسته نه ده شوې او په ورته وخت کې په هېواد کې تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA