ads

ارین: پر ښوونځي په موټربم چاودنه کې تر ۵۰ ډېر کسان وژل شوي

د کابل امنيتي چارواکي د ښار په ۱۳مه ناحيه کې د درنې موټربم او دوو ځای پر ځای شوو ماینونو د چاودنو له امله د ګڼو کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

محمدخان بریال
19 غویی 1400
ارین: پر ښوونځي په موټربم چاودنه کې تر ۵۰ ډېر کسان وژل شوي

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين وايي، پرون مازديګر څلور بجې او ۲۷ دقيقې د کابل ښار د ۱۳مې امنیتي حوزې اړوند په برچي سيمه کې د سيد الشهدا مکتب مخې ته درنه موټربم او دوې نورې ماین چاودنې وشوې.
د ارين په خبره، په دغو چاودنو کې تر ۵۰ ډېر ملکي وګړي او د ښوونځي زده کوونکي وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.
نوموړی زياتوي چې دا وروستي جزیات نه دي او کېدایشي بدلون وکړي.
د جمهور رييس محمد اشرف غني، د مصالحې شورا د رييس عبدالله عبدالله، ملګرو ملتونو، ناټو، اروپايي ټولنې، بریټانیا په ګډون ګڼو نورو کورنيو او بهرنيو چارواکو دا بريد په سختو ټکو غندلی دی.
که څه هم افغان حکومت دا د وسله والو طالبانو کار بولي، خو دې ډلې شوی برید محکوم کړی او خپل لاس درلودل یې پکې رد کړي دي.
د بريد پړه هم کومې ډلې نه ده منلې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA