ads

په کاپیسا کې پر یوې کورنۍ د کوټې چت رالوېدلی

د کاپیسا ولایت امنیتي چارواکي د سخت باران له کبله هلته پر یوې کورنۍ د چت رالوېدو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
18 غویی 1400
په کاپیسا کې پر یوې کورنۍ د کوټې چت رالوېدلی

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالشایق شورش د شنبې په ورځ کلید ته وویل، پرون ناوخته د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د سخت باران له کبله پر یوې کورنۍ د کوټې چت رالوېدلی، چې اووه تنه پکې وژل شوي دي.
د هغه په وینا، ټول وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې په طبیعي پېښو او سېلابونو کې د ګڼو کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوي دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA