د خبرپاڼې په وینا، د عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو د اکمالاتو مسول پير محمد له يو بل شکمن کس سره يو ځای نيول شوی دی.
سرچینه زیاتوي، په دغو عملیاتو کې افغان سرتېرو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم تر لاسه کړي دي.
په نیول شوو وسلو کې درې کلاشينکوفونه، يو ميل راکېټ، يو ميل لس ډزی ټوپک، څلور د کلاشينکوف شاژرونه، ۳۷۰ مرمۍ او نورې وسلې شاملې دي.
خو وسله والو طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.


