ads

محب: د افغان حکومت اساسي هدف سولې ته رسېدل دي

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د شنبې په ورځ خبري کنفرانس ته وویل چې په هېواد کې ثبات ته د رسېدو لپاره خبر اترې اساسي لاره ده، خو په وینا یې، تر هغه چې مذاکرات ترسره کېږي، افغان سرتېري به له هېواد څخه دفاع ته دوام ورکړي.

محمدخان بریال
18 غویی 1400
محب: د افغان حکومت اساسي هدف سولې ته رسېدل دي

نوموړی زیاتوي چې د افغان حکومت اساسي هدف سوله ده او په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
هغه د استانبول کنفرانس په تړاو هم وویل چې ټاکل شوې دغه کنفرانس تر کوچني اختر وروسته د ترکیې په مرکز استانبول کې ترسره شي او په وینایې، افغان حکومت ورته بشپړ چمتوالی لري.
تر اوسه د استانبول کنفرانس کره نېټه نه ده په ډاګه شوې، خو ویل کېږي چې دا ناسته به تر کوچني اختر وروسته په ترکیه کې ترسره شي.
طالبانو که څه هم تازه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ویلي چې د بهرنیو سرتېرو په شتون کې د سولې په تړاو په هېڅ غونډه کې ګډون نه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA