د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم پر خپل ټویټرپانه د برلین په غونډه کې د دوی د مشرانو د ګډون جزیات شریک کړي دي.
هغه زیاته کړې، په دې ناسته کې له تور لېست څخه د دوی د مشرانو د نومونو پر ایستلو او د دوحې د تړون پر پلي کېدو ټینګار وشو.
ډاکتر نعیم همدارنګه وایي، په ترسره شوې ناسته کې د طالبانو پلاوي ډاډ څرګند کړی چې دا ډله په افغانستان د مېرمنو ټولو هغو حقونو ساتلو او خوندیتوب ته ژمن ده چې اسلام او افغاني عنعناتو ورکړي دي.
که څه هم طالبان په افغانستان کې د ټولو وګړو خوندیتوب ته ځان ژمن بولي، خو په دې وروستیو کې د ډېرو هدفي بریدونو پړه پر دې ډله اچول کېږي.
هغه څه چې طالبان خپل لاس درلودل پکې ردوي.


