د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، دا چاودنه نن مازدیګر څلور بجې او ۲۷ دقیقې د سیدالشهدا ښوونځي مخې شوې ده. د هغه په وینا، لومړني معلومات ښيي چې په دې پېښه کې ۳۵ تنه ټپیان شوي او روغتون ته وړل شوي دي.
تر اوسه د پېښې د مرګ ژوبلې دقیقه شمېره نه ده معلومه.
د چاودنې نوعیت معلوم نه دی او پړه یې هم چا پر غاړه نه ده اخیستې.


