هغه زیاته کړه، امنیتي ځواکونو د ترسره شوي برید په تړاو د غازی الله په نوم یو تن نیولی چې په دې پېښه کې یې لاس درلود او پوښتنې ترې روانې دي.
د ده په وینا، یاد موټربم برید د حقاني شبکې له لوري پلان شوی و او په خبره، حقاني شبکې ځکه د دغه برید مسولیت پر غاړه وانه خیست چې ډېرو ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.
د ملي امنیت رییس همدارنګه د طالبانو د رواني جګړې په تړاو وویل چې د دې ډلې ټوله رواني جګړه له پاکستان او په ځانګړي ډول له کراچۍ ښار څخه رهبري کېږي.
هغه که څه هم په راتلونکي کې د طالبانو د نورو بریدونو ترسره کېدو خبر ورکوي، خو ډاډ څرګندوي چې د افغان سرتېرو له لوري به یې مخه ونیول شي.
د یادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې د لوګر په مرکز پول علم کې په موټر بم برید کې ۲۱ ملکي وګړي ووژل شول او ۹۱ نور ژوبل شول.
د دغه برید مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.


