دفاع وزارت: د میوند ولسوالۍ ډېرې برخې له طالبانو پاکې شوې

د افغانستان دفاع وزارت وایي، ځواکونه یې پر دې توانېدلي چې د عملیاتو په پایله کې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله واړوي.