ads

دفاع وزارت: د میوند ولسوالۍ ډېرې برخې له طالبانو پاکې شوې

د افغانستان دفاع وزارت وایي، ځواکونه یې پر دې توانېدلي چې د عملیاتو په پایله کې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله واړوي.

محمدخان بریال
18 غویی 1400
دفاع وزارت: د میوند ولسوالۍ ډېرې برخې له طالبانو پاکې شوې

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یادو عملیاتو پر مهال د میوند ولسوالۍ ډېرې برخې د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې، ۱۵ طالبان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.
دفاع وزارت همدارنګه د لغمان په علیشنک ولسوالۍ کې هم د طالبانو له شتون څخه د دوو کلیو د پاکېدو ادعا کوي.
خو وسله والو طالبانو ځانته د اوښتې مرګ ژوبلې او دغو عملیاتو په تړاو څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA