ads

امریکا او اورپايي ټولنې د بین الافغاني خبرو د بیا پیل غوښتنه کړې

د امریکا، اورپایي ټولنې، ناټو او یو شمېر نورو هېوادونو له لوري په تازه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د یادو هېوادونو استازو وړمه ورځ په برلین کې لیدلي او د افغانستان پر وضعیت یې خبرې کړي دي.

محمدخان بریال
18 غویی 1400
امریکا او اورپايي ټولنې د بین الافغاني خبرو د بیا پیل غوښتنه کړې

په دې اعلامیه کې د طالبانو د بریدونو ډېروالی غندل شوی او له دې ډلې او افغان حکومت غوښتنه شوې چې ژر تر ژره جګړه ودروي او یو ځل بیا بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.
اعلامیه زیاتوي چې ښکېل لوري دې په مستقیمو خبرو کې د یو ټول شموله حکومت پر جوړېدو هوکړې ته ورسېږي او همدارنګه ویل شوي چې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو وتل باید د دې لامل نه شي چې د ښکېلو لورو تر منځ خبرې اترې ودرول شي.
بخوا، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي، که طالبان سولې ته چمتو نه شي، امریکا به د هغو افغانانو تر څنګ ودرېږي چې د جمهوریت ملاتړ کوي.
ده پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، نړیواله اجماع په افغانستان کې د سولې په رامنځ ته کېدو کې ده او هېڅوک هم په افغانستان کې د جګړې پر دوام خوښ نه دي.
دا څرګندونې پر داسې مهال مطرح کېږي چې له څلورو میاشتو ډېره موده کېږي په دوحه کې د مرکچي پلاویو تر منځ ناسته نه ده شوې او په ورته وخت کې په هېواد کې تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی دی.
له دې سره پر یو وخت ټاکل شوې چې تر کوچني اختر وروسته په ترکیه کې د افغانستان د سولې په تړاو ناسته وشي چې دې غونډې ته طالبان او حکومتي مشران بلل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA