ads

امریکایي سناتوران: د سولې په راتګ کې د افغان مېرمنو رول مهم دی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویډیي کنفرانس له لارې د امریکا د کانګرېس له غړو سره د افغانستان د ملي شورا د ښځینه غړو د ناستې خبر ورکوي.

محمدخان بریال
18 غویی 1400
امریکایي سناتوران: د سولې په راتګ کې د افغان مېرمنو رول مهم دی

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې انلاین ناسته کې امریکایي لوري په تېرو دوو لسیزو کې په هېواد کې د ډیموکراسۍ د لاسته راوړنو پر خوندیتوب ټینګار وکړ.
خبرپاڼه زیاتوي، امریکایي سناتورانو همداراز د سولې په خبرو او د هېواد په راتلونکي کې د افغان مېرمنو فعاله ونډه د هغوی حق وګاڼه او د تلپاتې سولې په خوندیتوب کې یې د مېرمنو پر رول ټینګار وکړ.
د کانګرېس غړو ژمنه کړې چې د افغان مېرمنو له لوري مطرح شوې اندېښنې به له خپلو همکارانو سره شریکوي او د افغانستان ملاتړ ته به دوام ورکوي.
بلخوا، د افغانستان د ملي شورا ښځینه غړو د امریکا د کانګرېس له استازو غوښتي چې د افغانستان د خلکو اندېښنو ته په پام د ښځو او ځوان نسل ملاتړ ته دوام ورکړي.
د ملي شورا استازو په هېواد کې د تاوتریخوالي زياتيدل، د هدفي وژنو دوام، له القاعدې او نورو سازمانونو سره د طالبانو دوامداره اړیکې د دوحې له تړون ښکاره سرغړونه بللې او پر امریکایي استازو یې غږ کړی چې طالبان تلپاتې اوربند ته وهڅوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA