ads

افغانستان د کورونا له درېیمې څپې سره مخ شوی

په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو په ډېرېدو سره روغتیا وزارت خبر ورکوي چې افغانستان اوسمهال د کورنا ویروس له درېیمې څپې سره مخ دی.

محمدخان بریال
18 غویی 1400
افغانستان د کورونا له درېیمې څپې سره مخ شوی

د یاد وزارت د ویاند مرستیال میرویس علي زي د شنبې په ورځ کلید ته دا خبره وکړه.
هغه زیاته کړه، افغانستان اوسمهال د کورونا ویروس په درېیمه څپه کې دی او د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د دې وبا د مثبتو پېښو شمېر مخ په ډېرېدو دی.
د علي زي په وینا، تر خیتځو ولایتونو وروسته د کویډ ـ ۱۹ ډېرې نورې پېښې په کابل او سرحدي ولایتونو کې هم ثبت شوې دي.
د یادولو وړ ده چې اوسمهال په هېواد کې د کورونا د واکسین لړۍ هم په ۳۴ ولایتونو کې پیل شوې او تر ۴۸۰ زره ډېرو وګړو ته د دې ناروغۍ واکسین رسېدلي دي.
روغتیایي چارواکي له افغانانو غواړي چې لارښوونو ته یې پام وکړي، څو په دې سره له کویډ ـ ۱۹ ناروغۍ په امن کې پاتې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA