ads

معصوم ستانکزی: طالبان دې د سولې په اړه مسوولانه فکر وکړي

د افغان دولت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی وایي، طالبان دې د سولې په اړه مسوولانه فکر وکړي او له افغان وژنې دې لاس واخلي.

شمس الرحمن شمس
17 غویی 1400
معصوم ستانکزی: طالبان دې د سولې په اړه مسوولانه فکر وکړي

نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي تمه کېده چې طالبانو د روژې مبارکې میاشتې او د نړیوالو ځواکونو د بشپړه وتلو د اعلان په خاطر، د سولې لاره په جدیت سره تعقیب کړې وای، خو دې ډلې د خلکو د غوښتنو پر خلاف، لا زیاتو وژنو ته اوږه ورکړې ده.

د نوموړي په خبره ستره بریا د خلکو په مرګ ژوبلې کې نه، بلکې په سوله او د ولس په هوساینه کې ده.

دی زیاتوي د هېواد د ژغورنې او اوسنۍ کشالې د ختمولو لپاره سوله یوازینۍ لار ده، ده یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي او د سولې لار غوره کړي.

معصوم ستانکزی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ جګړې تر بل هر وخت ډېرې شوي دي چې له کبله یې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA