ads

د کابل په کلکان ولسوالۍکې د وارداتي برېښنا دوه پایې ویجاړې شوي دي

د بریښنا شرکت خبر ورکوي چې د کابل ولایت په کلکان ولسوالۍکې د وارداتي برېښنا دوه پایې په بمونو الوزول شوي دي چې په پایله کې د کابل په ګډون د هېواد پر یو شمېر ولایتونو برېښنا پرې شوې ده

شمس الرحمن شمس
17 غویی 1400
د کابل په کلکان ولسوالۍکې د وارداتي برېښنا دوه پایې ویجاړې شوي دي

له دغه شرکت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې نن سهار څلور او ۴۵دقیقې د کابل په کلکان ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا پر دوو ستنو ځای پر ځای شویو ماین چاودنو له کبله د کابل په ګډون د هېواد یو شمېر ولایتونو کې برېښنا قطعه شوې ده.

بل لور ته یوه سرچېنه وایي، په سیمه کې د برېښنا یوې بلې پای ته هم ماین ځای پر ځای شوی دی چې د ملي اردو د انجنیری ټیم لخوا یې د شنډولو هڅې روانې دي.

په همدې حال کې د برېښنا شرکت وایي، هرکله چې سیمه له ماین څخه پاکه شي نو د دوی تخنیکي ډله به ژر خپل کار پیل کړي او یاده ستونزه به هواره کړي.

تر اوسه معلومه نه ده چې دا ماینونه د چا لخوا ځای پرځای شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA