له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ځواکونو د هوایي ځواک په ملاتړ تېر ورځ د هلمند په لښکرګاه او نهر سراج ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات ترسره کړي دي چې په ترڅ کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
خبرپاڼه زیاتوي د یادو عملیاتو په پایله کې د طالبانو د سرې قطعې یوه مهم قوماندان”سیف الخالد” په ګډون، ۲۲ تنه طالبان وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
بلور ته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ملکیانو پر کورونو بمبار شوی چې له کبله یو شمېر ښځې او ماشومان وژل شوي.
نوموړي له نړیوالې ټولنې او ملګري ملتونو څخه غوښتې چې دغه جنایت وغندي او د ورته بوږنوونکو پېښو د مخنيوي په اړه خپل مسئوليت ادا كړي.
د افغانستان دفاع وزارت بیا په دې تړاو څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


