له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان د سولې پروسې، د بین المللي ځواکونو تر وتلو وروسته د همکاریو پر نوي فصل او په بېلابېلو په ځانګړي ډول انکشافي پروژو په برخه کې د همکاریو نوي فصل ته په پام د اروپايي ټولنې غړو هیوادونو پر رول بحث او خبرې وکړې.
په ورته مهال جمهور رییس محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د برتانیې هېواد سفیرې الېسن بلېک سره هم لیدلي او له افغان ځواکونو څخه د برتانیې هېواد د ملاتړ او سولې په اړه ورسره غږېدلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیل شوی او ورسره هممهاله د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د سیمې هېوادونو ته سفرونه پیل کړي ترڅو د سولې لپاره سیمه ییزه اجماع لا پیاوړي شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

