ads

امنیتي چارواکي: بغلان ته د کمانډو ځواکونه رسېدلي دي

په شمال کې د کمانډو ځواکونو د لوا قوماندان صفی الله محمدي وایي، بغلان ولایت ته تېره شپه تازه د کمانډو ځواکونه رسېدلي دي او د وسلوالو طالبانو پر ضد یې عملیات پیل کړي دي.

شمس الرحمن شمس
17 غویی 1400
امنیتي چارواکي: بغلان ته د کمانډو ځواکونه رسېدلي دي
افغان ځانګړي ځواکونه

دی وایي، په تېرو ۴۸ساعتونو کې دافغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال له سلو زیات وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوشتې ده.

په ورته مهال د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ نژدې ټولې سیمې د طالبانو لاس ته لوېدلې او ادعا کوي چې تر ۲۰۰زیات پولیس دې ډلې ته تسلیم شوي دي، خو د ملي دفاع وزارت بیا دا ادعا رد کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA