د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد لعل امیري وایي، پېښه تېر مازدیګر شاوخوا پنځه بجې رامنځته شوې چې په ترڅ کې یوتن ملکي وګړی ټپي شوی دی.
دی همدارنګه د دغه ولایت په جان خېل ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو د وسلوالو طالبانو د برید خبر ورکوي چې په وینا یې په برید کې افغان پولیسو ته کوم زیان نه دی اوښتی؛ خو زیاتوي چې دوه تنه طالبان وژل شوي دي.
وسلوالو طالبانو بیا په دې تړاو څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

