د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت وایي، وسلوالو طالبانو د سې شنبې شپې لس بجې د بُرکې ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ، چې د څو ساعته جګړې څخه وروسته افغان پولیس تکتکیي شاتګ ته اړ شول او په پایله کې ولسوالي د طالبانو لاس ته ولوېده.
د نوموړي په خبره افغان پولیس د ولسوالۍ په یوې برخه کې دېره دي او ډېر ژر به د ولسوالۍ د نیولو لپاره هڅې پیل کړي.
د ده په خبره د طالبانو په بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی او نه هم د پولیسو مهمات د وسلوالو مخالفین لاس ته ورغلي دي، خو د وسلهوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دوی د بغلان ولسوالۍ د نیولو ترڅنګ یوه اندازه وسله او مهمات هم نیولي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


