ads

دفاع وزارت: په هلمند کې ۴۳ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت په هلمند ولایت کې وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
16 غویی 1400
دفاع وزارت: په هلمند کې ۴۳ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان کلید ته وویل، افغان ځواکونو تېره ورځ د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه اړوند بشران او بولان سیمو کې عملیات ترسره کړي دي چې په پایله کې ۲۴ تنه طالبان وژلي دي او ۱۵تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د نوموړي په خبره افغان ځواکونو همدارنګه د هلمند د نهر سراج ولسوالۍ او ۵۰۱ لمبر اوږدې لارې اړوند سیمو کې هم وسلوال طالبان په نښه کړي دي چې په ترڅ کې ۱۹ تنه طالبان وژل شوي او ۴ تنه نور یې ټپیان شوي دي.

دی زیاتوي افغان ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د وسلوالو طالبانو یوه اندازه وسلې  او مهمات هم له منځه وړي دي.

وسله‌والو طالبانو بیا په دې تړاو تبصره نه ده کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA