د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر باکرزي کلید ته وویل، نعمت روان نن سهار لس نیمې بجې د کندهار ولایت د ۱۴مې امنیتي حوزې اړوند شهید احمد ولي چوک کې د نامعلومه وسلوالو لخوا ووژل شو.
تر اوسه د برید مسوولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.
جمهوررئیس پر مخکېنی خبریال او د مالیې وزارت د مطبوعاتو امر نعمت الله روان تروریستي برید د غندلو پر مهال وویل، تروریستان د دغسې وحشتونو په ترسره کولو سره د بیان ازادي او د خلکو رسا غږ نشي غلی کولی.
د ارګ په خبرباڼه کط لیکل شوي چې د طالبانو ډله باید دا درک کړي چې د ولس پر وړاندې د جګړې دوام او تاوتریخوالی اسلامي، انساني او معقوله حل لاره نه ده، بلکې دا د وضعیت د لا پېچلتیا او د سولې برابر شوي فرصت د ضایع کېدو لامل کېدای شي.
وسلوالو طالبانو بیا په دې تړاو څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې په دې وروستیو کې پر ژورنالیستانو، د بشري حقونو پر فعالانو او د مدني بنسټونو پر غړو بریدونه ډېر شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

