د جموري ریاست مرستیالې ویاندې فاطمې مورچل کلید ته وویل چې جمهور رییس غني نن د افغانستان لپاره د برتانیې سفیرې الېسن بلېک سره له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د برتانیا د دوامدار ملاتړ،د افغانستان د سولې پروسې او ثبات لپاره سیمه ییزې اجماع په رامنځته کولو کې د برتانیا په رول او بې طرفه افغانستان لپاره پر سیاسي حللارو او میکانېزمونو بحث وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا هڅې پیل کړي دي تر څو د سولې پروسه بریالی شي او افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

