ads

په نورستان کې سیلانیانو ته پوره چمتوالی نیول شوی

نورستاني چارواکو سږکال دې ولایت کې د سیلانیانو د راتګ لپاره پوره چمتوالی نیولی دی.

جان اغا صالح
15 غویی 1400
په نورستان کې سیلانیانو ته پوره چمتوالی نیول شوی
 د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس فضل الحق خالقیار وایې، تېر کال د کرونا ویروس له امله دغه ولایت ته د سیلانیانو تګ راتګ بند شوی و، خو سږکال تمه کېږي چې دغه ولایت ته به د سیلانیانو تګ را تګ د تېر کال په پرتله دوه برابره زیات شي، چې په همدې هدف یې ورته پوره چمتوالی لري.
«سږکال به د تېر کال په پرتله نورستان ته د سیلانیانو تګ راتګ زیاتوي، ځکه تېر کال د کرونا وایروس د مخنیوي په هدف هم بندیز و او سږکال مو نورستان کې د سیلانیلانو د راتګ لپاره پوره چمتوالی هم نیولی، د هوټلونو شمېر مو زیات  کړی او لا هڅه کې یو دې برخې ته نور کار هم وکړ.»
نوموړی وایې، تېر کال په نورستان ولایت کې یوازې یو هوټل فعالیت درلود، خو سږکال یې د هوټلونو شمېر تر پنځو رسولی او هم یې په دې برخه کې د هند سفارت او نورو اړوند ادارو ته وړاندیزونه کړي، څو دې ولایت کې د هوټلونو شمېر زیات کړي.
د خالقیار په خبره هڅې یې پیل کړي چې نورستان کې ملي سوداګر د هوټلو جوړویدو په برخه کې پانګونې ته وهڅوي چې په دې سره به یې نه یوازې په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راشي، بلکې ځایي خلکو ته به پکې د کار زمینه هم برابره شي.
«نورستان کې تېر کال یوازې یو هوټل فعالیت درلود چې له امله یې سیلانیان له سختو ستونزو سره مخ وو، خو سږکال مو د هوټلونو شمېر هم تر پنځو رسولی او هم مو نور پشنهادونه اطلاعات کلتور وزارت او هم د هند سفارت ته کړي او کوښښ کې یو چې سوداګر پانګونې ته وهڅوو نورستان کې.»
د هېواد په ختیځ کې پروت دغه ولایت له طبعیې ښکلا برخممند دی، چې ورته په دې وروستیو کې د کورنیو سیلانیانو پام زیات شوی دی.
د نورستان ځایي اوسیدونکي هیله مند دي چې د سیلانیانو په ورتګ سره به د دغه ولایت اقتصاد لا پیاوړی شي او هم ورسره د ځایي خلکو ژوند ښه شي.
دوی له حکومت په دې ولایت کې د لارو د جوړیدو او نورو رغنیزو پروژو د پلي کیدو غوښتنه کوي.
« که حکومت دلته هوټلې جوړې کړي سرکونه جوړ کړي چې د نورو ولایتونو خلک وکولای شي په اسانۍ دغه ولایت ته راشي ډیر خلکو اوس د سرک د خرابوالي له امله زړه نه ښه کوي.»
نورستان ته وروسته له هغې دسیلانیانو پام ورواوخښت چې د چاپیریال ساتنې ادارې دهېواد ملي پارک او دوحشي ژویو خوندي ساتنځای اعلان کړ.
خو د نورستان والي حافظ عبدالقیوم چې له دویم ځل لپاره د دې ولایت د والي په توګه ګمارل شوی ویلي،چې دغه ولایت ته د غځېدلې لارې پخول یې په لومړیتوبونو کې دی.
او هم به راتلونکی کال په نورستان کې د ۹۸ انکشافي پروژو د ابادۍ چارې پیل شي، چې په دغه پروژو کې ۱۴ هغه یې په مرکز پارون او پاتې نورې یې د ولسوالیو لپاره پلان شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA