ads

په ننګرهار کې د تازه مېوو حاصلات زیات شوي

په ننګرهارکې پرون د کرنې اومالدارۍ ریاست له خوا د تازه مېوو یو ورځنی نندارتون پرانستل شو.

محمدخان بریال
15 غویی 1400
په ننګرهار کې د تازه مېوو حاصلات زیات شوي
په دې نندارتون کې شاوخوا ۴۰ ډوله تازه بېلابېل ډوله مېوې نندارې ته اېښودل شوې وې.
د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس انعام الله ساپی وایي، سږ کال ننګرهار د تازه مېوو له پلوه غني دی او په خبره یې، سږنی کال به تر ۶۶۰۰ ټنه بېلابېله تازه مېوه د دې ولایت له باغونو ترلاسه کړي.
ساپي وایي، دوی د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې یې په زر ګونه جریبه ځمکه د مختلفو مېوه جاتو باغونه جوړ کړي چې حاصلات یې د هرې برخې سلګونه ټنه کېږي.
«په نني نندارتو کې د ننګرهار په مختلفو ولسوالیو کې مختلف ډوله تازه مېوو څخه یې ځینې نندارې ته ایښودل شوي وو، چې ۸ ډوله یې شفتالو، ۱۲ ډوله یې زدالو ۱۲ ټنه یې الوکاټ او همدارنګه توت زمیني او نورې مختلفې تازه مېوې چې د باغونو تولید دی نندارې ته اېښودل شوي.»
نوموړی زیاتوي چې د دې ولایت اب و هوا مېوه جاتو ته ښه او مساعده ده او وایي، په همدې هدف ېې له تېرو څو کالو راهیسې په کامه، ګوشتې، سره رود او خوږیاڼو او یو شمیر ولسوالیو کې د ځمکني توت کرل په ازمایښتي ډول پیل کړي چې تر دې دمه یې پایله ښه ده.
«د ننګرهار اب هوا د مختلفو مېوه جاتو لپاره مساعده ده نو ځکه خو یې هر کال په تازه مېوو کې زیاتوالی راځي سږکال به مونږ د تازه مېوو شاوخوا ۶۶۰۰ ټنه حاصل  ولرو چې دا تېر کال ته زیاتوالی ښیې او لا هڅه کې یو چې دې ولایت کې د تازه مېوو باغونه جوړ کړو او دې برخې ته کار کوو.»
په ورته مهال ولایتي چارواکي د تازه مېوه جاتو کښت د کوکنارو ښه بدیل بولي او هیله من دي چې د تازه مېوې په تولید سره به نه یوازې له بهره هیواد ته د راودیدونکو تازه مېوې مخنیوی وشي بلکې هڅه کوي چې خپل تولیدات له مختلفو لارو بهر ته صادر کړي.
«خوشبختانه سږکال زمونږ د ولایت تازه مېوې د پخوا په پرتله زیاتې شوي او لاهڅه کې یو، چې د باغونو شمیر زیاتو ځکه باغونه د کوکنارو ښه بدیل دی او کوښښ کې یو چې خپل تولیدات د هیواد مختلفو ولایتونو ته صادر کړو او هم هڅه کې یو چې بهر ته یې صادر کړو.»
په زراعتي برخه کې ننګرهار ښه اب و هوا لري او په دې ولایت کې هر ډول بوټي ښه نتیجه ورکوي، د زراعت پوهان په دې باور دي که حکومت دې ولایت ته په زراعتي برخه کې لازمه پاملرنه وکړي نو تر ډیره به له بهرنیو هیوادونو له اجتیاج خلاص شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA