ads

په دولتي روغتونونو کې معاینات په کرایي ماشینونو کېږي

د افغانستان کابینې په ۱۳۹۶ کال کې پرېکړه وکړه چې د روغتیایي خدمتونو د کیفیت لوړولو لپاره باید په دولتي روغتونونو کې له خدمتونو څخه یوه اندازه فیس واخیستل شي، خو د کلید ګروپ موندنې ښيي چې له هغې پرېکړې او د فیس اخیستو پروسې له پیل څخه د شاوخوا درېیو کلونو په تېرېدو سره د روغتیایي خدمتونو په کیفیت کې هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی.

فضل هادي حمیدي
15 غویی 1400
په دولتي روغتونونو کې معاینات په کرایي ماشینونو کېږي

په ورته مهال د کلید ګروپ له خوا د ترلاسه شویو معلوماتو پربنسټ، روغتونونه د فیس اخیستو د پیل پروسه د ۱۳۹۷ کال د لېندۍ ۲۷ یادوي؛ خو دا چې یادې پیسې بیا د مالیې وزارت د حساب له لارې د دولت عوایدو ته ځي، نو د مالیې وزارت د فیس اخیستو د پیل پروسه بیا شاوخوا دوه نیمې میاشتې وروسته د ۱۳۹۷ کال د کب میاشتې ۱۲ ښيي.
د کلید ګروپ معلومات په ډاګه کوي، چې په یو شمېر دولتي روغتونونو کې پرمختللي معاینات په کرایي ماشینونونو ترسره کېږي.
دغه معلومات څرګندوي چې حکومت هغه خپله ژمنه هم نه ده عملي کړې، چې ویلي یې وو، په دولتي روغتونونو کې د فیس پیسې به بېرته د اړوند روغتون د اړتیاوو لپاره لګول کېږي.
د کلید ګروپ د معلوماتو پربنسټ، په دولتي روغتونونو کې د فیس د اخیستو په اړه د کابینې پرېکړه دوه ډوله عملي کېږي، د عامې روغتیا وزارت په اړوندو روغتونونو کې له ناروغانو یوازې د راجسټر یا لومړی نوم لیکنې فیس اخیستل کېږي او نور خدمات وړیا دي؛ خو د لوړو زده کړو وزارت اړوندو روغتونونو کې بیا پر راجسټر سربېره د لابراتواري معایناتو، اکسرې، عملیات، بستر او داسې نورو خدمتونو فیس هم اخیستل کېږي.
په ۱۳۹۶ کال کې د افغانستان کابینې پرېکړه وکړه چې د روغتیایي خدمتونونو د کیفیت لوړولو لپاره باید په دولتي روغتونونو کې د خدمتونو په بدل کې یوه اندازه فیس واخیستل شي، خو دغه مقرره د ۱۳۹۶ کال د زمري میاشتې پر ۱۸ نېټه د کابینې له خوا تایید شوه؛ خو په روغتونونو کې بیا د فیس اخیستو پروسه څه باندې یو کال وروسته یعنې د ۱۳۹۷ کال په لېندۍ میاشت کې پیل شوه.
د عامې روغتیا او لوړو زده کړو وزارتونو اړوندو روغتونونو کې د یوې مقررې دوه ډوله عملي کېدل:
د عامې روغتیا وزارت اړوندو روغتونونو کې یوازې د سراپا یا( OPD) ناروغانو څخه د راجسټر شل افغانۍ فیس اخیستل کېږي، خو د لوړو زده کړو وزارت اړوندو روغتونونو کې بیا پر راجسټر سربېره د عملیات، اکسرې، لابراتوار او نورو خدمتونو فیس هم اخیستل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې لومړی ځل د کابینې له خوا په تایید شوې مقرره کې هم د ټولو خدمتونونو لپاره کمه اندازه فیس ټاکل شوی و.
د عامې روغتیا وزارت اړوندو روغتونونو مسوولین وایي، لومړی یې چې د فیس اخیستو پروسه پیل کړه، له ټولو خدمتونو یې فیس اخیسته، خو په هېواد کې د کورونا ویروس په خپرېدو سره د فیس اخیستو پروسه بنده شوه او د بیاځلي پیلېدو سره د عامې روغتیا وزارت ورته ویلي چې یوازې باید د راجسټر فیس واخلي.
په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند ډاکټر میرویس علیزی هم وایي چې د عامې روغتیا وزارت مشرتابه د کورونا ناروغۍ د لاډېرو خپرېدو له کبله د فیس دغه پروسه د څو میاشتو لپاره بنده کړه، خو بیا بېرته د مالیې وزارت په غوښتنه پیل شوه.
د نوموړي په خبره، اوسمهال دغه پروسه په ۲۸ مرکزي او ولایتي روغتونونو کې په امتحاني توګه روانه ده چې په تدریجي توګه به د روغتیایي خدمتونو ټولو برخو ته وغځېږي:
«کله چې دغه د فیس اخیستو پروسه پیل شوه، نو هغه وخت کورونا هم خپره شوه، نو د عامې روغتیا وزارت مشرتابه د کورونا د لاډېرو خپرېدو د مخنیوي لپاره دغه پروسه وځنډوله؛ خو د ۱۳۹۹ کال په تلې میاشت کې مالیې وزارت په یوه مکتوب سره بېرته د یادې پروسې د پیل غوښتنه وکړه چې دا پروسه په مېزان یا تلې میاشت کې بیا پیل شوه.»
د وزیرمحمداکبرخان د روغتون مشر ډاکټرسیدعبدالله احمدي وایي، دوی ته له کورونا وروسته وویل شول چې یوازې له سراپا ناروغانو څخه د راجسټر فیس واخلي: «موږ یوازې له او پي ډي برخې یا هغه د سراپا ناروغانو چې زموږ کلینیک ته مراجعه کوي، د راجسټر فیس اخلو، د هر ناروغ پرسر شل افغانۍ، خو نور عملیاتونه، اکسرې، لابراتوار او ایمرجنسي برخو کې فیس نه اخلو.»
په ورته وخت کې د عاجل ابن سینا روغتون رییس ډاکټر امیرپادشاه رحمتزی منګل وایي، کله چې د فیس اخیستو پروسه پیل شوه، نو دوی لومړی د راجسټر فیس اخیستل پیل کړل او بیا یې دا پروسه نورو برخو ته هم وغځوله؛ خو په دې پروسه کې د کورونا له کبله له ځنډ وروسته دوی ته وویل شول چې یوازې باید د راجسټر فیس واخلي: «کله چې کابینې پرېکړه وکړه، موږ د فیس اخیستو پروسه پیل کړه، لومړی مو د راجسټرېشن شل افغانۍ فیس اخیسته او دا مو بیا نورو برخو ته وغځاوه، چې د ۱۳۹۸ کال تر اخره پورې موږ له عاجل ابن سینا روغتون څخه شپږ میلیونه افغانۍ د دولت حساب ته تحویل کړې، بیا کله چې د کورونا ویروس خپور شو نو موږ د فیس اخیستو پروسه بنده کړه، بیا چې کله کورونا کمه شوه موږ ته بېرته وویل شول چې بیا یوازې د راجسټرېشن فیس واخلئ، چې دا موږ اوس هم اخلو او نورو برخو کې موږ فیس نه اخلو.»
خو د لوړو زده کړو وزارت اړوندو تدریسي او کادري روغتونونو کې چې دغه روغتونونه د کابل د طبي پوهنتون تر چترلاندې روغتیايي خدمتونه او د طب د محصلینو لپاره د ستاژ او عملي کار خدمتونه وړاندې کوي، لاهم د ټولو خدمتونو فیس اخیستل کېږي.
د کابل د طبي پوهنتون د طبي موسیساتو مرستیاله ډاکټر زبیده انوري ژواک وایي، د دوی اړوند روغتونونه له لومړي سره تر اوسه پر راجسټر سربېره د عملیاتونو، اکسرې، التراسونډ، لابراتوار او بستر فیس هم اخلي: «د راجسټر فیس شل افغانۍ، د عادي معایناتو ۳۰ افغانۍ، د پرمختللو معایناتو ۵۰ افغانۍ، التراسونډ ۳۰ افغانۍ، د بستر له ناروغانو ۲۰۰ افغانۍ، له صغیره عملیات څخه ۵ سوه افغانۍ او له لوی عملیات څخه بیا ۱۰۰۰ افغانۍ فیس اخلو.»
خو د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند ډاکټر میرویس علیزی وایي، دوی د کورونا ویروس د خپرېدو، اقتصادي ستونزو او بې روزګارۍ له کبله ونه غوښتل چې دغه مقرره په بشپړه توګه عملي کړي، خو په وینا یې دوی بیا هم هڅه کوي چې په تدریجي توګه دغه مقرره عملي کړي:« د کورونا په راتګ سره د خلکو اقتصادي وضعیت کمزوری شو، د روغتون مراجعین به ډیری په کورونا اخته و نو د کورونا د لا خورېدو ګواښ هم و، بېوزلي وه، بې روزګاري وه نو دغو ستونزو ته په کتو موږ دغه مقرره په بشپړه توګه عملي نه کړه، خو موږ غواړو چې په تدریج سره یې عملي کړو.»
په دولتي روغتونونو کې په کرایي ماشینونونو معاینات:
د کلید ګروپ له خوا ترلاسه شوي معلومات څرګندوي چې په یو شمېر دولتي روغتونونو کې د پرمختللو معایناتو لپاره ناروغان اړ دي چې ماشینونه له بازار څخه په کرایه راوړي او یا هم له ځینو روغتونونو څخه د عادي معایناتو لپاره بازار ته ولاړ شي او په خصوصي لابراتوارونو کې معاینات وکړي.
د وزیرمحمداکبرخان د روغتون رییس سیدعبدالله احمدي وايي، د سټنډرد او پرمختللو معایناتو لپاره دوی مډرنو او پرمختللو ماشینونونو ته اړتیا لري، چې اوسمهال دوی دغه ماشینونه نه لري.
نوموړی زیاتوي، کله چې کوم ناروغ پرمختللي عملیاتو ته اړتیا لري، نو بیا هغه ناروغ اړ دی چې له بازار څخه د همغه عملیات د اړتیا وړ ماشین په کرایه راوړي، څو دلته یې عملیات ترسره شي: «موږ د سټنډرډ او پرمختللو عملیاتونو لپاره پرمختللو ماشینونونو ته اړتیا لرو چې اوس دغه ماشینونونه نه لرو، موږ چې اوس هم عملیاتونه کوو، معیاري دي خو ډېر پرمختللي نه دي، زموږ وروستی عملیات د اکتروسکوپیک عملیات و، دا یو ښه عملیات و او موږ یې ماشین لرو خو فیسونه یې لږ کم دي، خو که کوم ناروغ پرمختللي عملیات ته اړتیا ولري نو بیا اړ دی چې همغه د اړتیا وړ ماشین له بازار څخه په کرایه راوړي، بازار کې شته دي او کرایه یې هم په بهر کې یا په کور د ننه خصوصي روغتون کې د همدغه ناروغۍ د درملنې په پرتله کمه راځي.»
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند ډاکټر میرویس علیزی وایي، کېدای شي د هډوکو د درملنې لپاره ځینې وسایل په کرایه راوړل شوي وي، خو ماشینونه دوی په کرایه نه راوړي: «فکر کوم ځینې وسایل چې د هډوکو د درملنې په برخه کې تر کار اخیستل کېږي، دا به وي خو د ماشینونو خبره فکر نه کوم چې وي به.»
په ورته وخت کې د عاجل ابن سینا روغتون مشر ډاکټر امیرپادشاه منګل وایي، دوی په روغتون کې لابراتوار لري، خو ټول معاینات نه شي کولای، ځکه چې دوی په تېرو څلورو کلونو کې د لابراتوار لپاره هېڅ شی نه دي اخیستي.
د هغه په خبره، که کوم ناروغ داسې معایناتو ته اړتیا ولري، چې دوی یې ماشین او یا هم مواد نه لري، نو هغه بیا بازار ته لېږي: «زموږ لابراتوار شته خو موږ ټول معاینات نه شو کولای، ځکه چې موږ په تېرو څلورو کلونو کې لابراتوار ته هیڅ شی نه دي اخیستي، که زموږ سره څوک مرسته وکړي نو موږ هغه مواد او وسایل راوړو او د ناروغانو په خدمت کې یې ورکوو خو که له هغه څوک هاخوا معایناتو ته اړتیا ولري نو موږ بیا هغوی بازار ته لیږو.»
د عاجل ابن سینا روغتون مشر ډاکټر امیرپادشاه منګل زیاتوي، په تېرو شکلو کلونو کې د روغتیا په برخه کې په لومړنیو روغتیایي خدمتونونو تمرکز شوی، نه په بنسټیزو خدمتونو. د هغه په خبره، که دوی ته یو ناروغ مراجعه وکړي او هغه انجیوګرافي ته اړتیا ولري، نو دوی اړ دي چې ځواب یې خو یو خصوصي روغتون انجیو ګرافي کولای شي چې دا د دوی لپاره ډېر د ناهیلۍ ځای دی: «په تېرو شلو کلونو کې د روغتیا په برخه کې لومړنیو روغتیایي مراقبتونو ته ډېر پام شوی او ټول لګښتونه په دغه برخه کې شوي خو روغتون ته چا پام نه دی کړی، د بېلګې په توګه که موږ ته یو قلبي ناروغ راشي او هغه انجیوګرافي ته اړتیا ولري نو موږ یې ځوابوو، په داسې حال کې چې یو خصوصي روغتون انجیو ګرافي کولای شي او موږ یې په دومره ډېرو پیسو کې چې له بهر څخه راغلې نه شو کولای نو دا موږ ته لږ د ناهیلۍ ځای دی، نو موږ له دولت څخه غواړو چې په روغتیایي خدمتونو کې راسره مرسته وکړي، سربېره پردې چې د روغتون مجهز او معیاري ودانۍ نه لرو، د پرسونلو ستونزه هم لرو او موږ مسلکي تشکیل نه لرو.»
په همدې حال کې د صحت طفل روغتون رییس ډاکټر نورالحق یوسفزی هم وایي، دوی د لابراتوار د مصرفي توکو له کمښت سره مخ دي، نو کله چې کوم بستر ناروغ داسې معایناتو ته اړتیا ولري چې دوی یې مواد نه لري، نو د هغه ناروغ وینه په ځانګړو ټیوبونو کې د ناروغ د پایواز په واسطه بازار ته لېږي، څو په خصوصي لابراتوار کې معاینات وکړي: «د بېلګې په توګه زموږ سره یو ناروغ بستر دی او هغه د وینې معاینې ته اړتیا لري چې هغه موږ نه شو کولای نو زموږ نرسان هغه وینه اخلي، په ځانګړو ټیوبونو کې یې اچوي او ناروغ پایواز ته یې ورکوي او معاینه هم ورته لیکي ترڅو هغه په بازار کې دغه معاینات وکړي.»
د روغتیایي خدمتونوټیټ کیفیت، د روغتونونو ستونزې او د فیس د پیسو نامعلوم برخلیک:
د یو شمېر دولتي روغتونونو مسوولین وایي، لومړی چې کابینې په دولتي روغتونونو کې د فیس د اخیستو پرېکړه وکړه، له دوی سره داسې ژمنه شوې وه چې د دغو پیسو ډېره برخه به بېرته د اړوند روغتون د اړتیاو پوره کولو او د خدمتونونو د کیفیت د لوړولو لپاره لګول کېږي؛ خو اوس چې د فیس اخیستو پروسې له پیل څخه څه باندې دوه کاله تېرېږي، لاهم دوی نه پوهېږي چې دغه پیسې چیرته لګول کېږي.
دوی وایي، په دولتي روغتونونو کې د فیس اخیستو د روغتیایي خدمتونو په کیفیت هېڅ ډول اغېز نه دی کړی، ځکه چې دا پیسې بېرته په روغتونونو نه دي لګول شوې.
د کابل طبي پوهنتون د طبي موسیساتو مرستیاله ډاکټر زبیده انوري ژواک وایي، تر اوسه په دولتي روغتونونو کې د کیفیت لوړولو لپاره هېڅ ګام نه دی اخیستل شوی او په وینا یې، لاهم دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي: «د کیفیت د لوړولو لپاره یوې ځانګړې بودجې ته اړتیا ده، ځکه کادري روغتونونه په نوره نړۍ کې د روغتونونو رهبري کوي او د هغوی لپاره تګلاره جوړوي، خو زموږ روغتونونه د عادي وسایلو لپاره هم اړ دي او د کیفیت د لوړولو لپاره هم هیڅ ګام نه دی اخیستل شوی.»
د کابل د طبي پوهنتون د طبي موسیساتو مرستیاله وایي، د لوړو زده کړو وزارت اړوند روغتونونو لګښت د محصلینو لپاره له ځانګړې شوې بودجې څخه ورکول کېږي.
نوموړې وایي، د هغو پوهنځیو له محصلینو څخه چې لګښت یې کم وي، سپما کوي او هغه بودجه بیا په روغتونونو لګوي: «یوه رڼه خبره درته وکړم، د لوړو زده کړو وزارت روغتونونه چې چلیږي، موږ د هغه پوهنځیو لکه ادبیات، تاریخ، ټولنیز علوم یا داسې نورو څخه چې کم لګښت ته اړتیا لري، له هغه څخه سپما کوو او هغه په روغتون لګوو.»
په ورته وخت کې د وزیرمحمداکبرخان روغتون مشر ډاکټر سیدعبدالله احمدي وایي، دوی د معیاري روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د یو میلیون ډالرو په ارزښت پرمختللو وسایلو او ماشینونو ته اړتیا لري: «موږ د معیاري روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو او سټنډرډ عملیاتونو لپاره د یو میلیون ډالرو په ارزښت ماشینونونو، طبي تجهیزاتو، د ارتوپیدي سېټونو او داسې نورو ته اړتیا لرو، دا وړاندیز موږ کړی او د اخیستو ژمنه یې هم د عامې روغتیا وزارت راسره کړې ده.»
په ورته وخت کې د عاجل ابن سینا روغتون مشر ډاکټر امیرپادشاه منګل وایي، په تېرو څلورو کلونو کې دوی له عامې روغتیا وزارت څخه هېڅ ډول درمل نه دي ترلاسه کړي او د عاجلو ناروغانو لپاره هم له ۵۰۰ سوه زرو څخه د کمې بودجې په ارزښت دوی درمل اخیستلای شي.
ډاکټر منګل زیاتوي، دوی دغه روغتون ته مراجعه کوونکو ناروغانو له ډلې یوازې ۵ سلنه ته یې درمل ورکولای شي: «څلور کاله کېږي چې زه د عاجل ابن سینا روغتون مشر یم، تر اوسه یوه ګولۍ، یو تابلیت او یو آمپول له عامې روغتیا وزارت څخه نه دی اخیستی، موږ یوازې له ۵ سوه زرو د کمو پیسو عاجل درمل اخیستلای شو خو نور څه موږ نه لرو چې په دې سره هم ناروغان زموږ څخه ناراضه کېږي، اوس یوې موسسې پراستامول او بروفین او ځینې د درد ټابليټ راکړي، موږ له ۵ سلنې کمو ناروغانو ته درمل ورکولای شو.»
په همدې حال کې د اندراګاندي د ماشوم روغتیا روغتون مشر ډاکټر نورالحق یوسفزی هم وایي، له تېرو څلورو کلونو راهیسې دوی د لابراتوارونو کې د کارېدونکو موادو او درملو له کمښت سره مخ دي: «له درېیو یا څلورو کلونو راهیسې چې کله د درملو د پېرلو واک له روغتونونو واخیستل شو او د واحد تداروک دوایي په نامه یوې ادارې ته وسپارل شو نو هغه اداره روغتونونو ته د اړتیا وړ توکو او تجهیزاتو په رسولو کې پاتې راغله او موږ دا څوکاله د درملو، د لابراتوارونو د مصرفي موادو او ځینو وسایلو له کمښت سره مخ یو.»
په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت هم روغتونونو ته د درملو او تجهیزاتو په رسولو کې ځنډ مني.
د دغه وزارت مرستیال ویاند ډاکټر میرویس علیزی وایي، د دې ستونزې د حل کولو لپاره زموږ هر روغتون کولای شي چې تر ۵۰۰ سوه زره افغانیو پورې درمل او د اړتیا وړ توکي وپېرې او خپلو عاجلو ناروغانو ته یې ورکړي: «دې کې شک نشته چې ځنډ به راغلی وي خو زموږ هر روغتون کولای شي چې تر ۵ سوه زره افغانیو درمل او تجهیزات وپیري او خپلو عاجلو ناروغانو ته یې ورکړي، اوس هم زموږ هر روغتون ته چې تر ۲ سوو تنو عاجل ناروغان مراجعه کوي، درمل ورته ورکوي، انشاالله دغه ستونزه حل ده.»
په داسې حال کې چې روغتونونه ګڼې ستونزې لري، خو له ناروغانو د فیس اخیستو پیسې په نامعلوم ځای کې لګول کېږي.
بلخوا بیا داسې معلومیږي چې د فیس اخیستو پروسې په پیل کې د شاوخوا دوه نیمو میاشتو د فیس پیسې د دولت عوایدو ته نه وي ورغلې.
د عامې روغتیا وزارت په دولتي روغتونونو کې د فیس اخیستو له پیل څخه تر اوسه پورې د ټولو راټولو شویو پیسو په اړه څه نه وایي، خو د مالیې وزارت بیا وایي، چې تر اوسه ۸۵ میلیونه افغانۍ له دې درک څخه راټولې او د دولت حساب ته جمع شوې دي.
ځکه د کلید ګروپ له خوا د ترلاسه شویو معلوماتو پربنسټ، روغتونونه د فیس اخیستو د پیل پروسه د ۱۳۹۷ کال د لېندۍ ۲۷ یادوي، خو دا چې دغه پیسې بیا د مالیې وزارت د حساب له لارې د دولت عوایدو ته ځي، نو د مالیې وزارت د فیس اخیستو د پیل پروسه بیا شاوخوا دوه نیمې میاشتې وروسته د ۱۳۹۷ کال د کب میاشتې ۱۲ ښيي، چې دوه نیمې میاشتې توپیر پکې لیدل کېږي.
د مالیې وزارت ویاند رفیع تابع کلید ته وویل: «له دولتي روغتونونو څخه د فیس اخیستلو بهیر د 1397 کال د کب (حوت) میاشتې په 12 نیټه پیل چې په دغه کال کې درې لکه اته ویشت زره اووسوه اته دیرش 328738 افغانۍ ، په 1398 کال کې شپږپنځوس میلونه نهه لکه څلور نوي زره دوه سوه دوه اویا 56994272افغانۍ په 1399 کال کې شل میلونه شپږلکه دري اویازره اووسوه پنځه څلویښت 20673745 افغانۍ په 1400 روان مالي کال کې تردې مهاله اوولکه درې زره شپږ سوه دري اویا 7300673 افغانۍ چې په مجموعي توګه پنځه اتیا میلونه څلورسوه اته ویشت 85000428 افغاني کېږي، را ټولې او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.»
خو د کابل د طبي پوهنتون د طبي موسساتو مرستیاله زبیده انوري وایي، د دغه فیس له پیسو څخه یوه روپۍ هم دوی بېرته نه ده ترلاسه کړې او اوس مهال د دوی اړوند روغتونونه له ګڼو ستونزو سره مخ دي:« له دغو د فیس له پیسو یوه روپۍ هم موږ ته نه ده راکړل شوې، موږ د یوه عادي ګاز او یو جوړه دستکشو احتیاج یو، په ځانګړې توګه د لوړو زده کړو وزارت اړوند روغتونونه چې نه مالي خپلواکي لري او نه هم کومه بودجه نو له ډېرو ستونزو سره مخ یو، دولت دې خپل عوایدو له نورو ځایونو ترلاسه کړي، مو مجبور یو چې د خپلو روغتونونو ورځني د مصرف توکي له ناروغانو یا له موسساتو وغواړو چې موسسات هم ډېره مرسته نه کوي.»
په همدې حال کې د عاجل ابن سینا روغتون مشر ډاکټر امیرپادشاه منګل وایي، دوی تر اوسه ۶ میلیونه افغانۍ د دولت حساب ته تحویل کړې، خو دوی ته یې هېڅ ګټه نه ده کړې.
نوموړی وایي، که دغه شپږ میلیونه افغانۍ ورسره وی نو د روغتون ډېرې ستونزې به یې پرې حل کړې وې: «که دغه ۶ میلیونه افغانۍ زموږ سره وی نو د روغتون ډېرې ستونزې مو پرې حل کولای شوې، خو اوس دغه پیسې د مالیې وزارت حساب ته ولاړې او هیڅ معلومې نه دي چې چیرته ولاړې، څوک مو غږ هم نه اوري، موږ شل شل افغانۍ راټولې کړې خو مالیې وزارت بېرته موږ ته رانه کړې، نه پوهیږو چې چېرته لګول کېږي، موږ د دولت هدایت منو خو دا پیسې نه د موږ او نه هم د ناروغانو په درد خوري.»
په همدې حال کې د اندراګاندي روغتون مشر ډاکټر نورالحق یوسفزی هم وایي، داسې ژمنه شوې وه چې دغه د فیس پیسې به بېرته روغتون په خپلو خدماتو لګوي، خو داسې ونه شول، نو له همدې کبله د فیس په اخیستو سره روغتیایي خدمتونو کې تغیر نه دی راغلی: «کله چې مقرره جوړه شوه نو په هغه کې ویل شوي وو چې دغه پیسې به د روغتیایي خدمتونونو د کیفیت په لوړولو، بیړنیو درملو او اړینو توکو په رانیولو لګول کېږي خو له بده مرغه چې دا د دولت حساب ته داخلې شوې نو بیرته روغتونونو ته ورنه کړل شوې نو ځکه په خدمتونو کې تغیر نه دی راغلی.»
خو د عامې روغتیا وزارت بیا په دې اړه چې تر اوسه په دولتي روغتونونو کې د فیس اخیستو له پلوه څومره پیسې ټولې شوې دي او هغه چېرته لګول شوې دي، له څه ویلو ډ ډه کوي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند ډاکټر میرویس علیزی بیا وایي، دوی همدا تصمیم درلود چې دا پیسې د روغتونونو د اړتیاو پوره کولو لپاره ولګوي او اوس هم له مالیې وزارت سره په خبرو بوخت دي، څو دغه د فیس پیسې د عامې روغتیا وزارت بودجه ته ولېږدوي، چې د روغتونونو وسایل او تجهیزات پرې واخلي: «تر اوسه موږ دغه پیسې نه دي ترلاسه کړې خو له مالیې وزارت سره په اړیکه کې یو، چې دغه پیسې زموږ بودجې ته ور زیاتې کړي، هو موږ غوښتل چې دغه پیسې په روغتونونو کې ولګوو، نو موږ اوس له مالیې وزارت څخه غواړو چې دغه پیسې زموږ بودجې ته ور زیاتې کړي، ترڅو موږ خپلو روغتونونو ته وسایل وپېرو.»
په داسې حال کې چې د عامې روغتیا وزارت په دولتي روغتونونو کې د فیس له پلوه د ټولو راټولو شویو پیسو د اندازې په اړه څه نه وایي، د ولسي جرګې د روغتیا د کمېسیون غړی ډاکټر یارباز حمیدي وایي، په دغه پیسو او د عامې روغتیا وزارت اړوند د کورونا په پیسو کې پراخ فساد شتون لري:« دغه د فیس پیسې چې ټولیږي دا پروسه رڼه نه ده او ګڼ د فساد موارد شته، له دې وړاندې د کورونا په بودجه کې مو سلګونه د فساد مستند موارد د عامې روغتیا له وزارت او لویې څارنوالۍ سره شریک کړي دي خو هغه کسان چې هر څومره ډېر په فساد کې ښکېل وو، په همغه اندازه په لوړو څوکیو ګمارل کېږي.»
د یادولو وړ ده چې په هېواد کې د معیاري روغتیایي خدمتونو د نشت له کبله ګڼ شمېر هېوادوال د درملنې لپاره ګاونډیو او بهرنیو هېوادونو ته ځي.
د راپورونو پربنسټ، هرکال شاوخوا درې سوه میلیونه ډالر پانګه له هېواده د درملنې په هدف بهر ته لېږدول کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA