قومي مشر مارک ځدراڼ چې دې صندوق سره یې یوه اندازه مرسته وکړه وایي، د معارف ستونزه د ټولو هیوادوالو ګډه ستونزه ده چې هواری یې د هر چا مسولیت ګڼل کیږي.
هغه وایي که په مشترک ډول د پوهنې په برخه کې شته ستونزو او ننګونو ته اوږه ورکړل شي، لیرې نه ده چې خوست به د یو پرمختللي او ښه زده کړییز چاپریال څخه برخمن وي.
په ورته مهال یو بل قومي مشر رسول محمد تڼی بیا د پوهنې په بهیر کې د شته ستونزو د هواري مسولیت د چارواکو کار بولي او غوښتنه کوي هغه ستونزې چې دوی یې د هواري وس لري اړینه ده چې لاس په کار شي.
هغه وایي، تر ډېره په خوست کې د معارف په کمیت تمرکز شوی خو کیفیت یې په خورا بد وضعیت کې دی.
د خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازی د خوستیو ولسونو دا ګام ستایي او زیاتوي چې د دغه صندوق په پرانستې سره به هغه ستونزه تریوه بریده راکمه شي چې له تېرو څو کالونو راهیسې ورسره خوستي زده کوونکي لاس اورګریوان دي.
هغه وایي، کومې پیسې چې ټولېږې د پوهنې ریاست تر رهبرۍ لاندې هیت به یې د کتابتونو په چاپ لګوي او دا ستونزه به هواروي.
د خوست د پوهنې ریس نصیراحمد روښان وايي په دې ولایت کې د پوهنې بهیر د کتابونو دکمبود له کبله له خورا بد وضعیت سره مخ دی.
هغه وایي، کومې پیسې چې ولسونه یې یاد مالي صندوق ته ورکوي په لومړیو کې به تر ۳۰ زرو پورې زده کوونکو ته کمبود کتابونه واخلي او دا لړۍ به ترهغې جریان لري، چې د پوهنې وزارت کتابونه راچاپ شوي نه وي.
په دې ولایت کې یوازې د کتابونو دکمښت ستونزه نه ده چې زده کوونکي ورسره مخ دي، بلکې له دې بله لویه ستونزه د ښوونکو کمبود چې له کبله یې څو ورځې وړاندې په دې ولایت کې د ۱۵ ښوونځيو دروازې د زده کوونکو پرمخ وتړل شوې.