دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۵۳ میلیونه ډېر شوی او تر درې میلیونه ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۱۲۱ زره او ۴۳۳ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۴۰۸زره او ۶۲۲، په مکسیکو کې ۲۱۷زره او ۳۴۵، په هند کې ۲۱۸زره او ۹۵۹، په بریټانیا کې ۱۲۷ زره او ۷۸۲، په ایران کې ۷۲ زره او ۹۰ او په پاکستان کې ۱۷ زره او ۹۵۷ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ