ياده لوبه چې د باران له کبله اتلس اوره ترسره شوه، فقير وهاب لوبډلې پکې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۲ منډې هدف وټاکه.
د فقير وهاب له لورې په توپ وهنه کې زبيد اکبري تر نورو زياتې ۵۳ منډې جوړې کړې او د پشه يي ځوانانو له لورې فهيم ښېوه وال تر نورو ښه توپ اچونه وکړه او درې لوبغاړي يې وسوځول.
پشه يي ځوانانو د نهو لوبغاړو په سوځېدو په ټاکلو اتلسو اورونو کې ۱۳۹ منډې وکړې او لوبه يې وبايلله.
د فقير وهاب له لورې زبير صافي او جعفر ستانکزي درې ـ درې لوبغاړي وسوځول.
د يادونې وړ ده، د يادو سياليو دویمه نيمه پايلوبه به د مسلميار ټايګرز او ختيځ کرکټ اکاډومۍ تر مينځ ترسره او ګټوونکې لوبډله به په پايلوبه کې له فقير وهاب کرکټ کلب سره مخ شي.