ads

اردوغان او د سعودي پادشاه د اړیکو پر رغېدو غږېدلي

د ترکیې د جمهوري ریاست له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د دغه هېواد جمهور رییس رجب طیب اردوغان د سعودي عربستان له پادشاه ملک سلمان سره د دواړو هېوادونو د اړیکو پر رغېدو بحث کړی.

محمدخان بریال
15 غویی 1400
اردوغان او د سعودي پادشاه د اړیکو پر رغېدو غږېدلي

سرچینه زیاتوي، د دواړو مشرانو تر منځ په تلیفوني خبرو کې د اړیکو پر رغېدو، ګډو همکاریو او ګڼو نورو مسایلو خبرې اترې شوې دي.
دواړو لورو هوکړه کړې چې د ریاض او انقرې تر منځ د اړیکو ټینګېدو کانال باید روان وساتل شي.
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې د ترکیې او عربستان اړیکې د ګڼو مسایلو پر اساس له ډېرې مودې راهیسې ترینګلې شوې وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA