ads

په کلکان ولسوالۍ کې چاودنې څلور تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د کابل امنیتي چارواکي د ماین په چاودنه کې د څلور تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

محمدخان بریال
15 غویی 1400
په کلکان ولسوالۍ کې چاودنې څلور تنو ته مرګ ژوبله واړوله
د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس د چهار شنبې په ورځ کلید ته وویل، نن سهار شپږ بجې او ۴۰ دقیقې د کابل ولایت د کلکان ولسوالۍ په اړوند سیمو کې پر یو کاسټر موټر ماین چاودنه شوې.
د هغه په وینا، په دې پېښه کې یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
دی زیاتوي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او په خبره یې، د ماین د نوعیت په تړاو د تخنیکي ټیم څېړنې روانې دي.
تر اوسه د دې چاودنې مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA