ads

ولسي جرګه: روان امنیتي او اقتصادي حالت د زغملو نه دی

د افغانستان د ولسي جرګې غړو د چهار شنبې په ورځ عمومي غونډې ته امنیتي مسولین وربللي وو، خو د نامعلومه دلایلو له امله جسله سیرې اعلان شوه.

محمدخان بریال
15 غویی 1400
ولسي جرګه: روان امنیتي او اقتصادي حالت د زغملو نه دی
د دې جرګې رییس میرالرحمن رحماني د نن ورځې عمومي غونډې ته پخبرو کې د ناوړه امنیتي حالت تر څنګ د هېواد پر کمزوري اقتصادي حالت او د فقر پر ډېروالی جدي اندېښنه څرګنده کړه.
هغه له حکومت وغوښتل چې د بېوزلۍ راټیټېدو او فقر له منځه وړلو لپاره اړینې برنامې جوړې او پلي کړي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې نورو غړو هم د هېواد ناوړه امنیتي حالت او په ګمرکونو کې د فساد شتون د اندېښنې وړ وباله.
هغوی د کندهار ګمرک ته په اشارې له حکومت غوښتنه وکړه چې هلته د روان فساد مخه ونیسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA