نی: ښکېل لوري نړیوالو قوانینو ته له کتو پرته رسنیو ته ګواښ کوي

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یانی رسنیو ته د طالبانو د تازه ګواښ او د ملي امنیت د رییس احمد ضیا سراج د څرګندونو په تړاو ویلي چې د جګړې ښکېل لوري نړیوالو قوانینو ته له کتو پرته پر رسنیو برید کوي او شته قوانین نقضوي.