تازه طالبانو رسنیو ته خبرداری ورکړی چې په خبرونو کې بې طرفي وساتي او د نه ساتلو په صورت کې به د راتلونکو اقدامونو پړه د رسنیو پر مسولینو او کارکوونکو وي.
په ورته وخت بیا د ملي امنیت رییس احمدضیا سراج په ولسي جرګه کې ځینې خبریالان او سیاسي شنونکي د طالبانو په پلوۍ تورن کړي دي.
خو د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نۍ وایي، طالبان باید پوه شي چې د افغانستان رسنۍ په خپلواک ډول او د رسنیو د قانون پر اساس فعالیت کوي او په خبره یې، هېڅ ځواک د هېواد له رسنیو څخه د ابزارو په توګه ګټه نه شي اخیستلی.
نی ادارې همدارنګه د ملي امنیت د رییس احمد ضیا سراج د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې حکومت باید پر رسنیو له محدویتونو لګولو ډډه وکړي او که نوموړی په دې برخه کې سند لري، باید د قانون پر اساس عمل وشي.
دا څرګندونې داسې مهال ترسره کېږي چې د دې ادارې د معلوماتو له مخې، په دې وروستیو کې ۱۶ خبریالان په وسله والو او هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.


