د یاد ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وایي، دا پېښه پرون تر غرمې وروسته درې بجې د ښار په ۴۴م پلان سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ده په وینا، د وسله والو په برید کې احمد شاه ټپي شوی او ورور یې وژل شوی دی.
دی زیاتوي چې امنیتي سرتېري هڅه کوي، څو د پېښې عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
تر اوسه د برید پړه کومې ډلې نه ده منلې.
تر دې وړاندې هم په هدفي بریدونو کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.


