ads

د امریکا پوځ: له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو وتل دوام لري

د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ له لوري په تازه خپرو شوو معلوماتو کې راغلي چې له افغانستان څخه د دغه هېواد د سرتېرو وتل دوام لري او تر اوسه شپږ سلنه نظامي وسایل له دغه هېواد څخه ایستل شوي دي.

محمدخان بریال
15 غویی 1400
د امریکا پوځ: له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو وتل دوام لري

اعلامیه زیاتوي، د امریکايي پوځ کارګو الوتکو تر ۶۰ پورې پروازونه ترسره کړي او له درېیو تر شپږ سلنې توکي او سرتېري یې له دغه هېواد څخه ایستلي دي.
د سرچینې په وینا، دوی ځینې نظامي تجهیزات افغان پوځ ته ورکوي، ځینې له ځان سره لېږدوي، خو تر څنګ یې ۱۳۰۰ قلمه داسې توکي هم په نښه کړي چې باید امریکايي پوځ یې په افغانستان کې له منځه یوسي.
امریکایي پوځ دغه راز ویلي چې ټول توکي او سرتېري امریکا ته نه لېږدوي، بلکې ځینې اروپايي هېوادونو او شاوخوا سیمو ته هم لېږدوي او هلته یې په خپلو اډو کې ځای پر ځای کوي.
ټاکل شوې چې د امریکا او ناټو د نوې پرېکړې له مخې، ټول بهرني سرتېري د سپټمبر تر ۱۱مې له افغانستان څخه ووځي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA