هغه ویلي، طالبان باید له داعش او القاعده ډلې سره اړیکې پرې کړي، له حکومت سره په دې برخه کې یوې هوکړې او په دوحه کې پیل شوي مذاکرات یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي.
ده زیاته کړې، که ډاډمن شي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ پیل شوي مذاکرات پایله ورکوي، نو دی چمتو دی چې له خپلې رسمي دورې وړاندې واک انتقالې حکومت ته وسپاري.
هغه څرګنده کړې چې د سولې د حکومت انتقالي دوره باید لنډه وي او ډېر ژر د جمهوري ریاست، پارلمان او سیمهییزې ټاکنې ترسره شي چې له هغې لارې د هېواد نوې رهبري وټاکل شي.
د ده په خبره، طالبان په لومړي قدم کې باید تلپاتې اوربند وکړي، ټاکنې ومني، ولسواکي وساتل شي او دا ډله دې د ټولو اړخونو حقونو ته درناوی وکړي.
د جمهور رییس په خبره، د اوربند او راتلونکي وضعیت څارنه او کنټرول به ملګري ملتونه او نور نړیوال بنسټونه کوي.
نوموړي ټینګار کړی چې که طالبان د سولې لار نه مني، نو د افغان ځواکونو له سختو بریدونو سره به مخ شي.
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې جمهور رییس د ټاکنو ترسره کېدو له لارې خپل ځای ناستې ته د واک پر لېږد ټینګار کاوه.


