د امنیه قومندانۍ ویاند جاوېد بشارت کلید ته وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو له څو خواوو پر دې ولسوالۍ بریدونه وکړل او افغان سرتېري تکتیکي شاتګ ته اړ شول.
د هغه په خبره، په پېښه کې امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو په وینایې، مخالف لوري ته درانه تلفات اوښتی دي.
دی زیاتوي چې امنیتي سرتېري د دې ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره د عملیاتو پلان لري او ژر تر ژره به یې له وسله والو طالبانو ونیسي.
وسله والو طالبانو هم منلې چې ولسوالۍ د دوی له لوري نیول شوې ده.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې «برکه» ولسوالۍ د دوی جنګیالیو نیولې او د افغان ځواکونو ګڼ نظامي وسایل هم لاسته ورغلي دي.


