دا غوښتنه د ۱۰۰ بنسټونو له لوري د اسیا شتمنو هېوادونو ته لېږل شوې ده.
په دې غوښتنه کې اندېښنه څرګنده شوې چې بېوزله هېوادونه د کورونا واکسین ته لاس رسی نه لري او ټولو وګړو ته به په دې ډول د واکسین وېش کلونه وخت ونیسي.
هغوی زیاته کړې چې د کورونا واکسین د داسې شرکتونو په انحصار کې دی چې ټولو وګړو ته یې د وېش اراده نه لري.
د دغه کار هدف په وړیا ډول ټولو هېوادونو او خلکو ته د کورونا واکسین وېش بلل شوی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ