ads

په کابل کې درې امنیتي منسوبین وژل شوي

د کابل امنیتي چارواکي د ناپېژندو وسله والو په برید کې د درېیو امنیتي منسوبینو د وژل کېدو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
14 غویی 1400

د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، پرون دوې بجې او ۳۵ دقیقې د لومړۍ ناحیې اړوند د شور بازار په سیمه کې ناپېژندو وسله والو پر درېیو امنیتي منسوبینو برید کړی.
د هغه په وینا، په دې پېښه کې د عبدالقهار، محمد اصف او محمد طاهر په نومونو درې امنیتي منسوبین وژل شوي دي.
دی زیاتوي چې دا پېښه د امنیتي چارواکو تر څېړنو لاندې ده.
تر اوسه د برید مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
تر دې وړاندې هم په هدفي بریدونو کې ګڼ شمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA