له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې په دغو عملیاتو کې د طالبانو د اتو قومندانانو په ګډون ۱۰۶ طالبان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، د طالبانو ۲۹ میله بېلابېلې وسلې، پنځه عرادې موټرسایکلونه، شپږ پایې مخابرې او د هغوی پټنځایونه هم ویجاړ شوي او یوه اندازه وسلې یې افغان سرتېرو ته په لاس ورغلې دي.
د یادولو وړ ده چې د طالبانو او افغان سرتېرو تر منځ د جګړو له امله ګڼې کورنۍ له خپلو سیمو بېځایه شوې او له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه ځانته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.


