د دغه ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس مسعود شینزی وایي، د هرات په ادرسکن او اوبه ولسوالیو کې د همدغو سېلابونو په پایله کې ۲۷ تنه وژل شوي چې یوه مېرمن او څلور ماشومان هم پکې شامل دي.
په ورته وخت کې د غور له طبیعي پېښو سره د مبارز رییس هم هلته د سېلابونو راتلو په پېښه کې د درېیو تنو د وژل کېدو خبر ورکړی او زیاتوي چې ۱۵۰ د اوسېدو کورونه ویجاړ او ۷۵۰ څاروي تلف شوي دي.
په بادغیس او فراه ولایتونو کې هم سېلابونو زیانونه اړولي دي.


