ads

پر هلمند د طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د هلمند پر مرکز لښکرګاه، ناوې او نهروسراج ولسوالیو د طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي دي.

محمدخان بریال
14 غویی 1400
پر هلمند د طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي

له دغه وزارت څخه په بېلابېلو خپرو شوو خبرپاڼو کې راغلي چې په یادو بریدونو کې د وسله والو طالبانو د جګړې د مسول مولوي کرامت په ګډون ۳۲ طالب جنګیالي وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان شوي دي.
د سرچینې په وینا، په ترسره شوو عملیاتو او دفاعي بریدونو کې د طالبانو ګڼې وسلې هم له منځه وړل شوي دي.
بلخوا، د هلمند اوسېدونکو رسنیو ته ویلي چې د جګړې له سیمو ډېر شمېر کورنۍ مرکز لښکرګاه ته راکډه شوې او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دفاع وزارت د دغو ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA