سږ کال تر یو میلیون ډېرو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابرېږي

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، د هغه کلني پلان پر بنسټ چې د پوهنې وزارت او يونيسف موسسې ترمنځ جوړ شوى، په روان میلادي کال کې به يو ميليون او ۱۲۵ زره ماشومان، چې ۶۰ سلنه يې نجونې دي، د زده کړو له اسانتیاوو برخمن شي.